په پکتیا کې افغان او نړېوالو ځواکو ۵ تنه وسله وال نیولي دي

د پكتيا ولايت سيميز چارواكي وايي چې د دغه ولايت په جانيخيلو ولسواليو كې يې په يو لړ عملياتو كې د دولت پنځه كسه وسلوال مخالفين نيولي دي.

د پكتيا ولايت امنيه قومندان غلام دستګير رستميار رسنيو ته ويلي، چې دغه عمليات ورسته تر هغې وشول چې مخالفينو د پوليسو پر يوې ګزمې بريد وكړ، يو پوليس يې وواژه او يو بل ټپي شو.

دغه شان د دغه ولايت د احمد خيلو او اريوب ځاځيو ولسواليو تر منځ هم د ايتلاف ځواكونو پر يو كاروان د مخالفينو په بريد كې يو امنيتي كاركوونكى وژل شوى او يو بل تپي شوى دى.

طالبانو د دواړو پيښو مسووليت پر ځان منلى او د څلور كسو د وژنې ادعا يې كړې ده.

خو سيميزو چارواكو دغه ادعاوې رد كړي دي.