په افغانستان كى دناټو د ځواكونو ملكي استازى وايي، چې د ناټو پروګرامونه به په قوت سره پرمخ ولاړشي او جنرال پټرويوس چې د جنرال مككرېسټل پرځاى ګمارل شوى دى، ماموريت ته وفادار دى.
په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د عمومى قوماندان جنرال ستنلى مككرېسټل، له ګوښه كيدو وروسته، د ناټو ملكي استازى وايي، چې دا بدلون به په افغانستان كې، پرنړيوالو هڅو او په تيره، د ناټو په ملكي فعاليتونو هيڅ اغيز ونه كړي.
مارك سېډويل، ازادى راډيو ته وويل، چې جنرال مككرېسټل په افغانستان كې اغيزمن او جدي كارونه ترسره كړي او باور دى چې جنرال پټرويوس به هم، تيره كړنلاره په قوت سره پرمخ بوزى:
"پټرویس په عراق او نړۍ كې ښې كارنامى لري او افغانانو ته ډاډ وركوم، چې د مككرېسټل تګ او د پټرویس راتګ به پرچارو اغيزه ونه كړي.
پټرویس به هغه كارونه ترسره كړي، چې د امريكا جمهوررييس ورته اشاره كړې ده."
په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو عمومي قوماندان، جنرال ستنلي مككرېسټل په دې وروستيو كې له يوې امريكايي مجلې سره په مركه كې پر يوشمېر امريكايي چارواكو يو لړ انتقادونه كړي و، چې له امله يې د امريكا جمهور رييس سپينې ماڼې ته وروغوښت او د هغه استعفا يې ومنله.
افغان حكومت دغه پريكړه د امريكا د متحدو ايالاتو كورنۍ مساله بولي او درناوى يې كوي.
د ناټو د ځواكونو ملكي استازي د هغو راپورونه په هكله، چې "جنګي ډلو ته رشوت وركول كيږي او يا نړېوالې مرستي تريوشمېر قوماندانانو پورې هم رسيږي" وويل، چې د دې راپورونو په هكله به جدي څيړنې ترسره شي.
"دامهمه مساله ده ، ځكه چې اورېدل كيږي د مرستو يوه برخه ترجنګي ډلو او قوماندانانو پورې هم رسيږي، دې ته دوه كميسيونونه ګمارل شوي، يو د بهرنيو ځواكونو دننه او بل د امنيتي كمپنيو لپاره ترڅو موضوع په جدي توګه وڅيړي."
ناټو په افغانستان كې د پوځي پروګرامونو ترڅنګ په ملكي برخه كې هم، د مرستو رسولو چارى پرمخ وړي. ترڅو بيارغاونه ترسره او خلك د مرستو له لارى سولې ته رامات كړي.
خو اورېدل كيږى دا مرستې په سمه توګه خلكو ته نه رسيږي. په دې هكله د امريكا د كانګرس له خوا ګمارل شوي پلاوى ښودلې ده، چې په ځينو سيمو کې د پوځي كتارونو د خوندى تېرېدو په خاطر وسله والو ته رشوت وركول كيږي.