د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي ازادي راډيو ته وويل، سټيفين ډيميسټورا په ملګرو ملتو کې د نړۍ د مهمو هېوادونو د پنځلسو تنو سفيرانو په ګډون د پنجشنبې په سهار جلال اباد ته راغى او د ننګرهار له والي سره په کتنه کې يې د سيمې اوضاع وڅېړله.
د ننګرهار والي دوى ته وويل د دې لپاره چې امنيت په ښه وجه تامين شي ملګري ملتونه دې د افغانستان د ګاونډيانو په ګډون د سولې نوې پروسه په کار واچوي او دغه راز دې د بېروز ګاره خلکو د بوختولو پروګرام تر لاس لاندې ونيسي.
د ننګرهار والي دغه راز هيات ته وويل، د مخدره موادو په مخنيوي کې د ملګرو ملتو مرستې اوس تر بل هروخت ضروري دي، په کار ده چې ملګري ملتونه د پخوانيو مرستو په دوام د بې وزله بزګرو لپاره د لا ډېرو مرستو اغېز من پروګرامونه په کار واچوي.
وروسته دا هيات د شيخ مصري د کډوالو کمپ ته ورغى او د راستنو شويو کډوالو حالت يې له نږدې وليده. دغه راز د ځينو مرستندويه ټولنو له خوا يې هغه پروژې هم وکتې، چې کډوالو ته تطبيق شوي دي.
په همدغه کمپ کې د ننګرهار پوهنتون له استوګنو محصلينو سره هم وکتل او د هغوى ستونزې يې واورېدې.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتو هيات په جلال اباد کې و، د دغه ښار د جنوب د حاجي عبدالقدير واټ د پاى په څلور لارې کې د پوليسو په رنجر موټر بمي چاودنه وشوه، چې د والي د وياند احمد ضيا عبدالزي په وينا يوازې موټر قسماً تخريب شوى او چاته ځاني زيان نه دى اوښتى.
د ملګرو ملتو دغه لوړ پوړى هيات د پنجشنبې په ورځ غرمه بېرته کابل ته ستون شو.
د ننګرهار خبريالانو تمه لرله چې هيات به د افغانستان په عمومي اوضاع ورسره وغږېږي، خو وويل شو چې هيات له خبريالانو سره د خبرو پروګرام نه لري.
محمد داود وفا