د كانديدانو د څيړنې په اړه د ملګروملتونو د سازمان انديښنې

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن ډي مسټورا

په افغانستان كې د ملګروملتونواداره وايي، چې د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون له خوا د ولسې جرګې د كانديدانوپه اړه لازمه څيړنه نه ده شوې او په دې اړه ډيرې انديښنې موجودې دي.
وروسته ترهغې چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا د ولسي جرګې د كانديدانو وروستى لست اعلان شو د ملګروملتونوادارې انديښنه ښودلې چې په دې اړه سمه څيړنه نه ده شوې او ښايې چې ځينې كانديدان غيرقانوني وسله والو ډلو سره تړاو ولري.

كه څه هم لاتراوسه په دې اړه كوم انتقاد نه دى شوى خو په كابل كې د ملګروملتونو د ادارې چارواكي وايي، چې بايد په دې اړه جدي اوهراړخيزې څيړنې شوې وې.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن ډي مسټورا د پنجشنبې په ورځ په كابل كې وويل، چې دى او ولسمشر كرزى دواړه په دې اړه انديښمن دي:

"دا ارزيابي زموږ د خفګان او انديښنې لامل ګرځيدلی او دا ښيي، چې ولسمشر كرزى په خپله هم د دې پروسې په اړه چې د دفاع او كورنيو چارو د وزارتونو او د ملي امنيت د رياست له خوا ترسره شوې اندښمن دى.

انتخابات ډيرمهم دي اوشفافيت يې هم زيات مهم بلل كيږي."

د ولسې جرګې په راتلونكوانتخاباتوكې د كانديدانو لست د چنګاښ يا سرطان په لومړۍ نيټه اعلان شو چې د څه باندې څلور سوو ښځو په كډون دغو انتخاباتو ته دوه زره پنځه سوه اوه اويا تنوځانونه كانديد كړي دي.

خو د انتخاباتي شكايتونو د اورېدو د كميسيون چارواكي وايي، چې د دغوكانديدانو په اړه څيړنه د يوه ځانګړي كميسيون له خوا چې د افغانستان امنيتي ارګانونه او دغه راز د انتخاباتو خپلواك كميسيون يې غړيتوب لري شوې او دوى پنځه تنه چې له غيرقانوني وسله والو ډلو سره يې تړاو درلود له لست نه ايستلي دي.

د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون غړي او وياند احمد ضيا رفعت په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"هرکله چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون پورې تړلى دا كميسيون كوم كس د غيرقانوني وسله والې ډلې د غړي په توګه وپيژنې موږ به يې نوم د كانديدانو له لست څخه لري كړو.

خو تركله چې دغه ارګان كوم كس موږ ته د قومندان او يا د غيرمسوولې وسله والې ډلې د غړي په توګه معرفي نه كړي د انتخاباتي شكايتونو كميسيون د دوى د دوسيو د څيړلو صلاحيت نه لري."

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې افغان كتونكي وايي، د كانديدانو په لست كې يوشمېر هغه كسان شامل دي چې په اړه يې بايد ډيرې څيړنې شوې وې ځكه د دوى په خبره ښايي له ډېرو څيړنو سره دوى د ولسې جرګې د كانديدانو له وروستي لست څخه ايستل شوي واى.

خو د انتخاباتي شكايتونو د اورېدو كميسيون وايي، چې هركله د كوم كانديد په اړه شكايت وشي او سم اسناد او شواهد وړاندې شي دوى به يې نوم د ولسې جرګې د كانديدانو له لست څخه هرومرو وباسي.