روسیې بېله روس ته د طبیعي غازو صادرول ۶۰ په سلو کې کم کړل

روسیې، له بیله روس سره د پورونو د لانجې له وجې هغه هېواد ته د طبیعې غاز صادرات نور هم کم کړي دي.

د روسیې د غاز د دولتی کمپنۍ، ګاز پروم رییس الکسي میلر وایي، سر له نن څخه به بیله روس ته د طبیعي غاز عادي صادرات په سلو کې شپیته کم شي.

روسیه وایي، بېله روس یې د غاز له درکه ۲۰۰ میلونه ډالره پوروړی دی. بیله روس بیا وایي، روسیه یې د غاز د انتقال له پلوه نوره هم پوروړې ده.

د بیله روس جمهور رییس الکساندر لوکاشینکا د سې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې، اروپایي مارکیټونو ته د روسیې د طبیعی غاز د انتقال جریان بند کړ.

د اروپایي پارلمان رییس یرژي بوزیک پرون وویل، د بیله روس دي عمل، لیتوانیا، پولنډ او ختیځ المان ته د روسیې د طبیعي غاز په جریان اغیز کړی خو د روسیې د انرژۍ وزیر سرګي شماتکو وایي، د اروپایي پارلمان د رییس دا ادعا نه تاییدوي.

روسیه وایي، که چیرې له بیله روس سره یې شخړه دوام وکړي نو اروپا ته به د اوکراین له لارې طبیعي غاز ورسوي.