له قرغزستان کې په زرګونو مهاجر شوي کورنۍ بېرته راستانه شوي

د قرغزستان سرحدي چارواکي وایي، د تېري میاشتې قومي شخړو په جریان کې د مهاجر شویو خلکو شاوخوا ۳۵ زره تنه بېرته وطن ته ستانه شوي دي.

د جون په لسمه د قرغزستان په جنوب، اوش او جلال آباد ښارونو کې قومي شخړې پيل شوې وې او شاوخوا یو لک ازبک ټبري قرغزستانیان، ازبکستان ته مهاجر شوي وو.

په رسمې ارقامو کې ویل شوي، چی د شخړو له وجې ۲۴۰ کسان وژل شوي او په زرونو نور ټپيان دي.

له ازبکستان څخه یوې راستنې شوې ازبک ټبرې، منیره والییوا رویترز آژانس ته وویل:

موږ په ښه او خوشحاله زړه بېرته نه راستنیږو. موږ بیریږو چې هماغه مخکنی حالت به بیا تکرار شي. موږ نه غواړو چې هاغه حالت دې بیا رامنځ ته شي.

د قرغزستان موقت حکومت د سې شنبې په ورځ ویلي وو، د یوه قانوني حکومت د جوړېدو په مقصد یې پارلماني انتخابات یوه میاشت یعنې سپتمبر میاشتې ته رامخته کړي دي.

له بلې خوا، د قرغزستان د ملي امنیت مشر کنیشبیک دیشیبایف خبریالانو ته وویل، د جنوب په شخړو کې د غلچکو ډزو د نیول شویو شلو تنو مشکوکو کسانو په ډله کې ۷ تنه يې بهرنیان دي.

ده د بهرنیانو تابعیت په ډاګه نه کړ خو زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو د جون په ۲۱ مه د اوش ښار په عملیاتو کې له نیول شویو کسانو سره چاودیدونکي مواد او شل میله ټوپک هم نیولي دي.