اوباما د مککرېسټل پر ځای جنرال ډېوېډ پیټریوس وټاکه

اوباما وايي، چې د مککرېسټل لري کول د کومې شخصی اختلافاتو پر بناه نه ده

د امریکا جمهور رییس پرون په افغانستان کې د امریکایي او ناټو قواوو قوماندان جنرال سټنلي مککرېسټل له دندې لیرې او د هغه په ځای یې د امریکا د اردود مرکزی قوماندانۍ مشر جنرال ډېوېډ پیټریوس وټاکه.


"نن ما په افغانستان کې د ایساف ځواکونو د قوماندان جنرال سټنلي مککرېسټل استعفا ومنله. ما په ډېر تاسف سره دا اقدام وکړ خو په دې هم ډاډمن یم، چې دغه اقدام په افغانستان کې زموږ د ماموریت، ځواکونو او زموږ د هېواد لپاره درست اقدام دی."

د جنرال مککرېسټل په ځای د بل قوماندان د ټاکلو پرېکړه وروسته له دې وشوه، چې ده په دې وروستیو کې له یوې امریکایي مجلې سره په مرکه کې د امریکا د جمهور رییس د مرستیال جوبایډن په شمول د یوشمېر لویو چارواکو په اړه منفي خبرې وکړې.

مککرېسټل او د ده د مرستیالانو رولنګ ستون مجلې ته په څرګندونو کې د ملي امنیت مشاور جیمزجونز یو ناپوه او مسخره سړی وباله او دا چې جمهور رییس اوباما ګنې د ستراتیژۍ د څیړلو غونډې ته تیاری نه درلوده او د امریکا د جمهوررییس مرستیال جوبایډن او په افغانستان کې یې د امریکا سفیر آیکنبري پسې هم سپکې سپورې ویلې وې.

جمهور رییس اوباما وویل، چې د جنرال مککرېسټل د لیرې کولو پرېکړه یې د کومو شخصي احساساتو یا د پالیسي په اړه له ده سره د اختلافاتو پربنا نه ده کړې.

جنرال مککرېسټل هم په یوې اعلامیې کی ویلي دي، چې په دې هیله استفعا کوي چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت بریالی شي او دی په افغانستان کې د جمهور رییس اوباما د ستراتیژۍ کلک ملاتړ کوي.

خو دامریکا جمهور رییس جنرال مککریستال په دی ګرم کړ چی دامریکا دپوځی او امنیتی قیادت ترمینځ یی اعتماداوباورکمزوری کړ .

"هغه سلوک چې په روستي خپرې شوې مقالې کې څرګند شو له هغو معیارونو سره برابر نه دی، چې یو قوماندان جنرال یې باید وضع کړي.

دغه سلوک په اردو باندې ولسي کنټرول چې زموږ د ډموکراسي نظام اصل دی تهدیده وي او هغه اعتماد او باور کمزوری کوي چې په افغانستان کې د اهدافو د ترسره کولو لپاره زموږ ټیم ورته اړتیا لري."

د کانګرس غړو او سیاسی څارونکو د امریکا د جمهور رییس له دغې پریکړې سره کوم مخالفت څرګند نه کړ.

سناتور جان مککین او د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو د کمیټې د مشر په شمول یوشمېر سناتورانو په یوې بیړنۍ خبري غونډې کې د جمهور رییس اوباما د پرېکړې ملاتړ وکړ.

جمهوری پلوی سناتور جان مککین وویل:

"موږ د امریکا د جمهور رییس پریکړه ستایو، چې جنرال پیټریوس یې یوځل بیا د ملت د دفاع د خدمت لپاره وګماره.

موږ فکر کوو، چې د افغانستان د جنګ د بریالۍ خاتمې لپاره د جنرال پیټریوس په تناسب بل کوم غوره او وتلی سړی نشته."

مستقل سناتور جوزیف لیبرمن هم چې په دې خبري کنفرانس کې یې برخه درلوده د اوباما د فیصلی ملاتړ وکړه، خو د جنرال مککرېسټل د پوځي خدماتو ستاینه یې هم وکړه او ویې ویل، چې د مککرېسټل د تاسف وړ او نامناسبو څرګندونو اوباما ته بله کومه لاره پرینښودله.

"جمهوررییس نن په یومستقیم او پیاوړی اقدام لاس پورې کړ او د جنرال مککرېسټل د استعفا په منلو یې روغه فیصله وکړه."

بل خوا د ملی امنیت د کارپوه او د بروکنکنز د علمی انسټیټیوټ غړی مایکل اوهان په دې نظر دی، چې د جنرال پیټریوس په تقرري به د امریکا په پالیسي کې کوم لوی بدلون رامینځ ته نه شي.