استرالیا وايي ممکن دوو کلنو کې له افغانستان نه وتل پیل کړي

د اسټرالیا د دفاع وزیر جان فوکنر

د استرالیا د دفاع وزیر جان فو کنر وویل د دفاع وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې ښایي د افغانستان د اردو د ځواکونو د روزنې پروګرام له دوو نه تر څلورو کلونو پورې بشپړ شي. اود دې پروګرام له بشپړیدوسره به استرالیایي څه باندې یونیم زرعسکر چې د افغانستان په ارزګان ولایت کې میشت دي، په یوه کال کې له دې هیواده ووځي.

ښاغلي فولکنر لومړنی استرالیایي لوړرتبه چارواکی دی چې له افغانستان څخه د استرالیایي ځواکونو د وتلو لپاره یوه احتمالي نیټه ټاکي.

د استرالیا ددفاع وزیر دا څرګندونې وروسته ترهغې کوي چې د استرالیا درې سرتیري روانه اونۍ د یوې هلیکپټر د راغورځیدو په پیښه کې ووژل شول او اوه نورټپیان شول.

په دی سره په افغانستان کی د استرالیایی پوځیانو د تلفاتو شمیر شپاړس تنو ته ورسید.

په استرالیا کې نظر شمیرنې ښیي چې په افغانستان کې د دې هیواد له پوځي ماموریت څخه د خلکو ملاتړ ورځ تربلې کمیږي.

په افغانستان کې د استرالیا پوځي ماموریت ترډیره حده د افغان ملي اردو پرروزنې متمرکز دی چې تمه ده له درې نه ترپنځو کلونو کې به بشپړشي او له هغه وروسته به خپله افغان امنیتي ځواکونه د دې جوګه شي چې دارزګان ولایت د امنیتي چارو مسولیت په غاړه واخلي.

د استرالیا د دفاع وزیر فولکنر وویل د حکومت لپاره یې ترټولو غوره لار داده چې د افغان ملي اردو د روزنې چارې له دوو نه ترڅلوروکلونو پورې بشپړې شي چې د دغه ماموریت په بشپړیدو سره به موږ وکولای شو چې خپل ماموریت د روزنې پرځای، له افغان امنیتی ځواکونو څخه د ملاتړ او څارنې پرماموریت متمرکز کړو.
د ا هغه څه وو چې موږ په عراق کې تجربه کړل.

د استرالیا د پوځي مطالعاتو په مرکز کې څیړونکي نیل جیمس د حکومت دغه اعلان ډیرمهم وباله ویې ویل چې چارواکي نور په دې ولایت کې دامن راوستو خبره نه کوي بلکې وایي چې کله موږ افغان امنیتی ځواکونه وروزل نورنو زموږ دنده ختمه ده.

د استرالیا د دفاع وزیردغه راز وویل چې د امریکاپه مشرۍ نړیوال ځوکونه به د هالندي ځواکونو ځای چې کله له افغانستان څخه ووتل، ډک کړي.

په ارزګان کې میشت ۱۶۰۰ هالنډي پوځیان چې د ناټو په چوکاټ کې د دې ولایت د پوځي ماموریت مشري په غاړه لري، له پلان سره د روان کال په اګست میاشت کې له دې هیواده وځي.

څارونکو ویلي وو چې استرالیا په ښه موقف کې ده او کولای شي چې په ارزګان ولایت کې د هالنډی ځواکونو ځای ډک اوپه دې ولایت کې د ناټو د پوځي ماموریت مشري پر غاړه واخلي خو داسترالیا حکومت ویلي چې نه غواړي افغانستان ته نورځواکونه ولیږي.