کرزي غواړي چې کرسټال پر خپله دنده پاتې شي

افغان ولسمشر حامد کرزی او په افغانستان کې د ناټو قومندان جنرال مک کریسټال

افغان چارواکي وایي که په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان امریکایي جنرال سټینلي مک کرسټال له کاره لرې شي نو به په دې هیواد کې به د جګړې پرمختګ مختل او په جنوب کې د طالبانو پرضد روان عملیات به له ستونزو سره مخامخ شي.
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی ویاند وحید عمر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر کرزی تیره شپه د ویډیو کنفرانس له لارې یوساعت د امریکا له ولسمشربارک اوباما سره خبرې وکړې او هغه ته یې وویل چې دی په افغانستان کې د ناټو پر عمومی قوماندان جنرال سټینلی مک کرسټال پوره باور لري.

مک کرسټال د هغې مرکې د سپیناوي لپاره سپینې ماڼۍ ته غوښتل شوی چې په رولینګ سټون مجله کې خپره شوې او په کې ده او د ده همکارانو د اوباما سلاکارانو ته په سپک نظر کتلي دي.

مک کرسټال چې ټاکل شوې ده نن په سپینه ماڼۍ کې له اوباما سره وګوري، امریکایي امرانو یې پوچ خولی بللی خو افغان چارواکي ورڅخه ملاتړ کوي او وایي چې له کله چې دی په دې دنده ګمارل شوی، د افغانستان د حکومت او نړیوالو ځواکونو ترمنځ همکاري پراخه شوې، د ملکي تلفاتو شمیر کم شوی او په نړیوالو ځواکونو هم د افغانانوباورزیات شوی دی.

وحید عمر وویل ولسمشرکرزی په دې باور دی چې په افغانستان کې د ترهګري په وړاندې جګړه او په دې هیواد کې دامن راوستو روانې هڅې په یوې حساسې مرحله کې دي او په دې برخه کې هره خلا منفي اغیز لرلی شی.
وحید عمر هیله وښوده چې مک کرسټال له کاره برطرف نه شي ځکه هغه یو منظم او باډسیپلینه شخصیت دی او پر ده د افغانستان حکومت او خلک ډېر زیات اعتماد لري.