د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په دې هېواد كې د بهرنيو ځواكونو دعمومي قومندان جنرال مك كرېسټال وروستي كړي فعاليتونه د پام وړاو بريالي دي.
وروسته ترهغې چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونوعمومي قومندان جنرال سټينلي مك كرېسټال د خپلو وروستيو څرګندونو په اړه د معلوماتو وركولو لپاره سپينې ماڼۍ ته وغوښتل شو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې مك كرېسټال پياوړى پوځي قومندان دى او توانيدلى چې د خپلې دندې پرمهال په دې هېواد كې د پام وړلاس ته راوړنې ولري.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي د چهارشنبې په ورځ په كابل كې واشنګټن ته د دې امريكايي جنرال د بلل كېدو په غبرګون كې وويل، چې دوى په دې هېواد كې د بهرنيو ځواكونو د دې قومندان له هلو ځلو او فعاليتونو څخه خوښ او راضي دي.
ښاغلي عظيمي وويل، تركومه حده چې افغان دولت او د دفاع وزارت پورې اړه لري په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو د عمومي قومندان په توګه د مك كرېسټال له ګمارل كېدو سره په دې هېواد كې مهم بدلونونه راغلي دي:
"د ملکي تلفاتو سطح ټيټه شوې او موږ له جنرال مك كرېسټال سره په ګډه كاركوو، چې نوره هم را ټيټه شي، دغه راز زموږ ترمنځ همغږي هم زياته شوې ده.
هغه څه چې ډيرمهم دي هغه دا چې جنرال مك كرېسټال د لومړي ځل لپاره له پوځي برخونه ملكي برخوته ډير پام واړاوه، تر ده مخكې دا مسايل نه وو موجود.
افغانان د جنرال مك كرېسټال له پلانونو څخه ملاتړ كوي هيله من يو، چې امريكايي چارواكي هم د افغانانو غوښتنو ته ډيره پاملرنه وكړي."
امريكايي جنرال سټينلي مك كرېسټال په دې وروستيو كې له رولنګ سټون مجلې سره په مركې كې د امريكا د ولسمشر پر مرستيال جو بايډن، د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا په ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك او دغه راز په كابل كې د امريكا پر سفير جنرال كارل ايكن بيري انتقادونه كړي وو.
كه څه هم ښاغلي مك كرېسټال د يوې اعلاميې په خپرولو سره له خپلو دغو څرګندونو څخه بخښنه وغوښته، خو بيا هم نوموړى په دې اړه د ډيرو معلوماتو د وركولو لپاره سپينې ماڼۍ ته ورغوښتل شوي دي.
دغه راز ځينو نړېوالو اژانسونو راپور وركړى چې مك كرېسټال چمتو دى چې له ولسمشر بارك اوباما سره په خبرو كې خپله استعفا وړاندې كړي.
په عين حال كې د ايساف يا نړېوالو ځواكونو وياند جنرال جوزيف بلاتز په احتياط سره وويل، چې په دې اړه نظر څرګندول له وخت نه مخكې خبره ده:
"په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونوعمومي قومندان جنرال مك كرېسټال واشنګټن ته تللى او د هغې موضوع په اړه چې ټول ترې خبر يو له ولسمشربارك اوباما سره خبرې كوي.
سمه به نه وي، چې زه اوس د دې خبرو او د احتمالي نتايجو په اړه يې نظر څرګند كړم."
دا په داسې حال كې ده، چې په افغانستان كې ميشتو نړېوالو ځواكونو په دې هېواد كې له سختو مياشتو او نښتو څخه خبر وركړى او بل لور ته په كندهاركې د پراخو پوځي عملياتو د ترسره كولو لپاره هم تيارى نيول كيږي.
يو شمېر پوځي كتونكي په دې باور دي، چې په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو په مشرۍ كې ژر او چټك بدلون راوستل به د دوى په پوځي ماموريت منفي اغيزې ولري، خو د نړېوالو ځواكونو چارواكولا تراوسه په دې اړه په واضحه او ډانګ پېيلې توګه څه نه دي ويلي.