د ننګرهار پر يوه ديني عالم بمي بريد

د چهار شنبې په ورځ غرمه د ننګرهار په جيد ديني عالم او د مخکنۍ ولايت شورا په مرستيال مولوى عبدالعزيز خېرخواه په بمي بريد کې ١ تن وژل شوى او ٤ تنه ټپيان شوي. پېښه د جلال اباد ښار د جنوب په تقريبا ٨ کيلومترۍ کې پېښه شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي وويل: پېښه د ورځې په يوولس نيمو بجو وشوه او ويل شوي چې بم دده په موټر کې ځاى پر ځاى شوى و، خو لا هم معلومه نه ده چې د سړک د غاړې بم و او که ريموټي.

د ننګرهار د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر باز محمد شېرزاد ده وويل: د ټپيانو حالت ډېر بد نه دى.ده وويل د يو تن ټپي وضعه ښه وه او رخصت شوى، درې تنه نور تر درملنې لاندې دي، په دغو کې مولوي عبدالعزيز هم شامل دى.

مولوي عبدالعزيز د حکومت له طرفدارو ديني عالمانو نه دى، چې هر کله يې په لويو غونډو او جلسو مرکو کې په قانوني توګه د حکومت له موجوديت نه ننګه کړې ده.

بل لوري ته وسله والو مخالفينو لا ددغه بريد په اړه څه نه دي ويلي، په دې وروستيو کې په ننګرهار کې هم بمي بريدونه او د خلکو وژنې ډېرې شوي، په تېرو ٤ وروځو کې په بټي کوټ کې ٣ تنه نا معلومو وسله والو وژلي او د خوګياڼيو په وزيرو کې يو تن د شپې له خوا وژل شوى او ورسره په پرېښي خط کې ليکل شوي چې موږ زندان نه لرو.

محمد داود وفا