جنرال مککرسټل چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي پوځیانو عمومي قوماندان دی له ولسمشر حامد کرزي سره نژدې اړیکي لري او داسې ویل کیږي چې احتمالا بارک اوباما هغه له کاره لرې کړي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له عمومي قوماندان سره نن په سپینه ماڼۍ کې ویني.
دا لیدنه کتنه وروسته تر دې کیږي چې جنرال مک کرسټل په یوې امریکایۍ ورځپاڼې کې انتقادونه وکړل.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلې دي چې دی غواړي مخکې تر دې چې کوم اقدام وکړي یا جنرال مک کرسټل له کاره لرې کړي، په خپله مستقیما غواړي چې له هغه څخه واوري چې د څه لپاره یې انتقاد کړی دی.
په رولنګ سټون مجلې کې د ( فراري جنرال) په نوم مقاله خپره شوې ده.
په دې لیکنه کې جنرال مککرسټل د امریکا په مرستیال ولسمشر جوبایډن، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا په ځانګړي استازي ریچرد هولبروک او په افغانستان کې د امریکا پر سفیر کارل ایکنبري باندې انتقاد کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېبس په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل:
(( زموږ د جګړې قوماندان عادتا د واشنګتن په غونډو کې برخه نه اخلي. ولسمشر له هغه غوښتې دي چې راشي او د هغو څرګندونو سپیناوی وکړي چې کړې یې دي دا هغه څه دي چې کوي به یې. ))
جنرال کرسټل د مقالې له خپریدو وروسته بښنه غوښتې ده او ویلې یې دي چې باید داسې نه وای شوي خو د مجلې مسوول مدیر ( ایم، ایس، این ، بي، سي) تلویزن ته وویل، د مقالې تر خپریدو مخکې جنرال مککرسټل هغه ولوسته او هیڅ اعتراض یې نه درلود.
د سپینې ماڼۍ ویاند وایي چې جمهور رییس اوباما مخکې تر دې چې کومه پریکړه وکړي غواړي چې هرو مرو له جنرال مک کرسټل سره وګوري:
(( زه فکر کوم چې ولسمشر له هغه سره خبرو ته ډير لیواله دی، مخکې تر دې چې بل څه ووایي. زه دا وایم چې د هر راز پریکړې امکانات شته .))
اسوشیتد پریس اژانس په افغانستان کې دیوه امریکایي پوځي چارواکي په وینا څرګندوي چې سپینې ماڼۍ جنرال مک کرسټل ته دا واضح نه دې ویلې چې د نن ورځې په خبرو کې به څه ورته وایي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر بارک اوباما مخکې تر دې چې له خپلې کابینې سره غونډه وکړي د جنرال مک کرسټل د احتمالي لرې کیدو په اړه د سې شنبې په ورځ وویل:
(( فکر کوم دا څرګنده ده چې په خپرې شوې مقالې کې ده او د ده ډلې سم قضاوت نه دی کړی. خو زه د خپل ډاډ لپاره مخکې تر دې چې څه پریکړه وکړم، غواړم چې له ده سره مستقیما خبرې وکړم . ))
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې هره پریکړه کوي په افغانستان کې خپلې ستراتیژۍ ته ګوري.
د ولسمشر کرزي یوه مرستیال ویاند حامد عملي ازادۍ راډيو ته وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو په ستراتیژۍ کې د جنرال مککرسټل اغیز څرګند دی. نوموړي ویلي افغان حکومت غواړي چې مک کریسټال دې پر خپلې دندې پاتې شي.
بریتانیایي ورځپاڼې ډیلې ټیلګراف په ننۍ ګڼه کې د مک کرسټل په اړه لیکلې دي چې په پیل کې کابل ته د هغه له تګ سره د ناټو پوځي مشران نوې شول او کارونه داسې خلکو ته وسپارل شول چې هغوی د مککرسټل له ستراتیژۍ سخت ملاتړ کاوه. د ورځپاڼې په باور مککرسټل د افغانستان له ولسمشر سره خورا ښه اړیکي لرل.
په خپله ولسمشر کرزي نژدې درې اونۍ مخکې د سولې ملي مشورتې جرګې ته په کابل کې د جنرال مککرسټل د هڅو ستاینه وکړه .
انګلیسي ژبې ورځپاڼې ټایمز نن په خپله ګڼه کې د جنرال مککرسټل په اړه په خپرې کړې مقالې کې لیکلې دي چې دی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د زیاتیدو طراح دی او هغه څوک دی چې د افغانستان لپاره یې یوه عملي پوځي ستراتیژي وړاندې کړه.
د ټایمز په وینا که چیرته جنرال مک کرسټل له کاره لرې شي د افغانستان د نهه کلنې جګړې لاس ته راوړنې چې په سخته ترلاسه شوې دي په حساس وخت کې ممکن لویدیځ له لاسه ورکړي.
نن مک کریسټال له اوباما سره ګوري
د اوباما سره د مک کریسټال له کتنې وروسته به څرګنده شی چې نوموړی پر دندې پاتې کېږي کنه
ټاکل شوې ده چې نن په واشنګتن کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له جنرال مککرسټل څخه د هغو څرګندونو وضاحت وغواړي چې ده په وروستیو کې په یوې امریکایي مجلې کې کړې دي او پر یو شمیر امریکایي چارواکو یې انتقاد کړی دی.