د برتانیې ځانګړی استازی ولې رخصت شو ؟

د انګلستان حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې د دغه هېواد استازی تر یوې نامعلومې مودې پورې کار پریښی او انګلستان ته ستون شوی دی. ویل کیږي چې دغه انګلیسي ډېپلوماټ د متحد ایالاتو اوناټو چارواکو سره د جګړې د هغې ستراتیژۍ په اړه د نظر اختلاف درلود چې له طالبانو سره د جګړي لپاره طرحه شو ې ده.
په دې اړه د ازادۍ راډیو خبري څانګې یو راپور چمتوکړی چې مهم ټکي یې صالحې اسحاقزۍ خالیقي راپښتو کړې دي :

د برېتانیا حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان لپاره د دې هېواد خاص استازي (شیرارډ کوپر کولز) د اوږدې مودې رخصتي اخیستې او اوړی به له افغانستان څخه بهر تیر کړي.

دغه خبره په داسې وخت کې اعلان شوه چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو هلو ځلو ته لویې ستونزې رامنځ ته شوې دي.
یو له دغو پېښو څخه په یوه ورځ د لسو بهرنیو سرتیرو وژل کیدل و.

همدا شان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کرسټل د هغه څرګندونو په هکله چې ده له یوې امریکایي مجلې سره کړې وې بښنه وغوښته.

بل لور ته داسې خبرونه هم خپاره شول چې ګواکې د متحد ایالاتواردو په غیر مستیقمه توګه افغان وسله والو ته مالي مرستې رسوي.

د ا برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت ونه ویل چې ښاغلی کوپر کولز ولې له افغانستان څخه وځي او یا داچې د ی به په راتلونکې کې څه رول ولوبوي؟

خو ښاغلی کوپر کولز د دې پلوي و چې په افغانستان کې باید له وسله والو ډلو سره د خبرو مساله په هغو بحثونو کې شامله شي چې د افغانستان د راتلونکې په هکله کیږي.

ویل کیږي دغه بريټانوي ډېپلومات د ناټو او متحد ایالاتو له لوړ پوړو چارواکو سره د نظر اختلاف درلود.

دا خبر په هماغه ورځ خپور شو چې لس بهرني سرتیري د یوه هلیکوپټر د رالوېدو او د وسله والو د حملو په نتیجه کې په یوه ورځ ووژل شول.

په دې ډله کې پنځه امریکایي عسکر،درې اسټرالیايي او یو کاناډایي سرتیری شامل و، چې په دې توګه په افغانستان کې د ناټو د وژل شویو سرتیرو شمیر په روانه میاشت کې پنځه شپېته سرتیرو ته ورسید.

ددې عسکرو په وژل کېدو سره د ناټو ځواکونو د مړو شمیر په روان عیسوي کال کې دوه سوه پنځه اتیا تنو ته لوړ شو.

د بریټانیا صدراعظم ډیويډ کېمرون وروسته له هغه چې په افغانستان کې د بریټانوي عسکرو د مړینې شمیر د دوه زره یو کال راهیسې دریو سوو تنو ته ورسید وویل:

کله چې افغانان پخپله پخپل هېواد کې د امنیت د نیولو توان ومومي انګلیسي عسکر به ډېر ژر له افغانستان څخه ووځي، ښاغلي کېمرون زیاته کړه:

(( د دې لپاره چې خپل هېواد او خپله نړۍ په امن کې وساتو، دا زمونږ لپاره په ډېره لوړه بیه تمامیږي. مونږ باید له ځانه وپوښتو چې مونږ ولې په افغانستان کې یوو؟ او څومره نور باید په افغانستان کې پاتې شو؟ د دغو پوښتنو ځواب په حقیقت کې دا دي چې افغانان لا تر اوسه د دې توان نه لري چې د خپل هیواد امن ټینګ کړي ، تروریستان له خپل هېواده وشړي او د روزنې مرکزونه یې له منځه یوسي.
همدا وجه ده چې مونږ باید هلته و اوسو. او کله چې افغانانو د دې توان وموند چې د خپل هېواد امن او امنیت وساتي، دا هغه وخت دی چې زمونږ ځواکونه به له دې هېواده ووځي))

له بلې خوا داسې ښکاري چې د امریکایي پوځي مشرانو ترمنځ هم د نظر اختلاف رامنځ ته شوی دی.

د مثال په توګه په افغانستان کې د متحد ایالاتو د پوځونو لوی قومندان جنرال سټنلي مک کرسټل د هغو څرګندونو له کبله چې د یوې خبري مجلې په مقاله کې خپرې شوې دي بښنه وغوښته.
داسې ښکاري چې په مقاله کې جنرال مک کرسټل او دده مرستیالانو د اوباما د حکومت پر چارواکوانتقاد کړی دی.

په دغه مقاله کې چې روانه اوونۍ به د رولېنګ سټون په مجله کې خپره شي، جنرال مک کرسټل د جمهور رییس د مرستیال جو بایډن په اړه انتقادي څرګندونې کړې دي.

دا څرګند ه ده چې ښاغلی بایډن د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په هکله د جنرال مک کرسټل د ستراتیژۍ مخالف دی.

په مقاله کې د امریکا د سفیرکارل ایکنبري او د افغانستان او پاکستان لپاره د متحد ایالاتو د خاص استازي ریچارډ هول بروک په هکله هم انتقادي څرګندونې شوې دي.

په یوه بل خبر کې چې د امریکا د کانګرس د یوه راپور په هکله خپور شوی ویل کیږي چې د امریکا اردو په افغانستان کې په غیر مستقیمه توګه د دغه هیواد وسله والو ډلو ته مالي مرسته رسوي.
په دې ډول چې د امریکا اردو په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د اکمالاتو د رسولو لپاره خصوصي کمپنۍ استخدام کړې دي.

په راپور کې ویل کیږي، دغو افغان امنیتي شرکتونو ته په لسهاوو میلون ډالر ورکول کیږي. امنیتي کمپنۍ بیا دغه پېسې پر جګړه مارو، فاسدو مامورینو او پر طالبانو ویشي، څو د اکمالاتي کاروانونو امنیت خوندي کړي.

دا ټولې خبرې او پېښې په داسې وخت کې کیږي چې راتلونکې اوونۍ په کابل کې یو نړېوال کنفرانس جوړیږي،. دغه کنفرانس به چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په کې ګډون کوي، د ولسمشر حامد کرزي لخوا پرانیستل شي.