د افغانستان د كرنې وزير وايي، چې كه د افغان دولت او مرستندويه هېوادونو له خوا د غنمو په بيي كې د دوامداره كمښت مخه ونه نيول شي نو افغان بزګران به زيات تاوان وكړي.
د كرنې د وزارت له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميي كې د كرنې وزير محمد اصف رحيمي ويلي دي، چې په ګاونډېو هېوادونو كې د غنمو توليدات زيات شوي دي او له همدې امله د غنمو په بيو كې د تېركال په پرتله ۳۰فيصده كموالى راغلى.
ښاغلي رحيمي وويل، ددې لپاره چې د هيواد بزګران تاوان ونه كړي نو له بهر څخه د وارديدونكو غنمو او وړو په سر دي د تعرفو بيي لوړي كړاي شي څو په دې توګه ترې مخنيوى وشي.
د يوه بل خبر له مخې د افغانستان د وزيرانو شورا مسولو ادارو ته دنده سپارلې چې د هيواد د ميوو او سبزيجاتو د حاصلاتو لپاره دې له هېواد څخه د باندې بازار ومومي.
د انيس د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ د وزيرانو د شورا د تېرې ورځې په غونډه كې د ميوو او سبزيجاتو د حاصلاتو پرسر تر خبرو اترو وروسته د سوداګري او صنايعو، كرنې او ترانسپورت وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، چې څو ميوو او سبزيجاتو د حاصلاتو د صادراتو په برخه كې لارې چارې وسنجوي.