په افغانستان كې د متحده ايالاتو لوړ رتبه قومندان د يوې مجلې په يوه مقاله كې د خپلو هغو تبصرو په اړه بخښنه غوښتي، چې په كې دې او د ده همكاران داسې ښكاري چې د اوباما د ادارې په چارواكو باندې يي انتقادونه كړي.
په يوې اعلاميه كې جنرال سټينلي مايك كريسټل ويلي دي، چې د خپلوهغو تبصرو په اړه چې د رالنګ سټون په نامه په يوې مجله كې خپرې شوي دي د زړه له كومې بخښنه غواړي او زياتوي چې په دې تبصرو كې په غلطي سره سم قضاوت نه دى شوى او بايد داسې نه واى شوى.
اعلاميه زياتوي، چې ميك كريسټل جمهور ريس بارك اوباما او د هغه د ملي امنيت ډلې ته زيات درنښت او احترام لري.
په مقاله كې ميك كريسټل د جمهور ريس په مرستيال جيو بايډن باندې چې د افغانستان د شخړو په برخه كې د مايك كريسټل په سټراتيژې باندې شكمن ښكاري هم ملنډې وهل شوي.
دغه راز په مقاله كې د افغانستان لپاره د امريكا په سفير كارل ايكن بيري او د افغانستان او پاكستان لپاره د متحده ايالاتو د استازي ريچارډ هولبروك په اړه توندې خبرې شوي دي.