سياسي څيړونكي:د سولې د راوستولپاره بايد په نړېواله كچه هڅې وشي

د ولسي جرګې غړي عالمي بلخي

يو شمېرسياسي څيړونكي، چې په كابل كې په يوه څيړنيزسيميناركې سره راټول شوي وو، په افغانستان كې د سولې د ټينګښت په هدف يې ځينې لارې چارې وړاندېزكړې. دوى وويل، چې د افغانستان اوسنۍ ستونزه ملي، سيمه ايز او نړېوال اړخونه لري او بايد افغان دولت هڅه وكړي، چې د هوارولو لپاره يې د خلكو په ټينګ ملاتړ جدي او رښتينى اقدام وكړي.
لسګونو افغان څيړونكو اود سياسي ګوندونومشرانو په يوه څيړنيز سيمينار كې د سولې د ملي مشورتي جرګې له ځينو پريكړو څخه ملاتړوكړ او ويي ويل، چې د افغانستان د روان كړكيچ د حل لپاره بايد په ملي، سيمه ايزه او نړېواله سطح هلې ځلې وشي.

د افغانستان كړكيچ، جرګه او د سولې د لرليد په نوم دغه يو ورځنى سيمينار د سولې د بنسټونو د ارګان په نوښت د سې شنبې په ورځ په كابل كې جوړ شوى وواو ګڼ شمېر سياسي څيړونكو، د پوهنتون استادانو او د ملي شوراغړو په دې هېواد كې د سولې او ثبات د راوستو په اړه په كې خپل نظرونه څرګند كړل.

د ولسي جرګې غړي عالمي بلخي وويل، چې د افغانستان د روان كړكيچ د حل لپاره بايد له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره په واضح ډول خبرې وشي اوهغوى ديته وهڅول شي چې په دې هېواد كې د سولې په راوستو كې لازمه مرسته اوهمكاري وكړي:

"د سولې په برخه كې د سيمې د هېوادونو رول ښكاره دى هم كولاى شي مرسته وكړي او بحران له منځه يوسي او هم ستونزې جوړې كړي په ځانګړي توګه پاكستان، ايران او چين.

بايد په افغانستان كې د سولې د ټينګښت په برخه كې د سيمې هېوادونو ته بلنه وركړل شي ځكه هغوي كه وغواړي په دې كې مهم رول لوبوي."

ده وويل، چې ايران، چين او روسيه په افغانستان كې د امريكا په مشرۍ د ناټو ځواكونو په موجوديت نه دي خوښ او زموږ د ملي ګټوخلاف په دې هڅه كې دي چې بهرني ځواكونه له دې هېواد څخه ووځي.

دغه راز په دې څيړنيز سيمينار كې ډير شمېر وينا والو كه څه هم د جرګو جوړېدل په دې هېواد كې د روانو ستونزو د حل لپاره ګټور وبلل، خو د سولې ملي مشورتي جرګې ته يې په اشارې وويل، چې هره جرګه بايد په رښتيني توګه په ملي سطح جوړه او پريكړې يې هرو مرو عملي شي.

سياسي څيړونكي محمد يونس فكورهم وويل، چې د سولې عالي شورا بايد د ولسي جرګې له انتخاباتوڅخه مخكې وسله والو مخالفينو ته په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره څرګند وړانديز وړاندې كړي او هغوى ته په دولت كې د ګډون بلنه وركړي.

افغان دولت هم ويلي، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې پريكړې به يو د بل پسې عملي شي او هڅه كيږي چې د ښه نيت د ښودلو لپاره يو شمېر طالبان چې د ناسمو تورونو پر اساس نيول شوي له بند نه خوشې شي.

په دې څيړنيز سيميناركې هم ګډون والو ټينګار وكړ، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو د عملي كېدو تر څنګ بايد په افغانستان كې د دايمې سولې د ټينگښت لپاره د ګاونډيو او سيمې د هېوادونو په وړاندې سم سياست غوره او له وسله والو مخالفينو سره په خبرو اترو كې د هغوي له نفوذ څخه ډيره ګټه پورته شي.