م.م: د پوليسو په ليكو كې هم په مخدره توكو باندې روږدي كسان شته

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال رابرت واتکینس په کابل کې په يو خبري کانفرانس کې وویل، چې په افغانستان كې د پولیسو په ليكو کې هم په مخدره توكو روږدي کسان شته.

دى وايي، له راپورونو سره سم د نویو ګمارل شوېو پولیسو معاینې ښیي، چې په ولایتونو کې له ۱۲ نه تر۴۱ پورې پولیس د مخدره موادو په یو ډول معتاد دي.