د ولسي جرګې وروستى لست به نن اعلان شي

تمه ده، چې د ولسي جرګې د كانديدانو وروستى او نهايي لست به نن اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو د كميسيون وياند نور محمد نور له ازادۍ راډيو سره په خپلو خبرو كې په دې اړه نور معلومات ورنه كړل، خو ويي ويل، چې د ولسي جرګې د كانديدانو وروستى لست چمتو شوى دى او ټاكل شوى ده چې نن له غرمې وروسته به اعلان شي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په لومړني يا ابتدايي لست كې ۲۶۰۰ كسان شامل وه، خو دا چې په دې وروستي لست كې به د چا- چا نومونه حذف شوي وي دا لا روښانه نه ده.

ټاكل شوې ده چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د كانديدانو د وروستي لست تر اعلانېدو يواځې يوه ورځ وروسته به د كانديدانو ترمنځ انتخاباتي سيالۍ يا كمپاينونه په رسمي توګه پيل شي.