د روسیی ولسمشر دیمیتري میدویدیف نن د امریکا متحده ایالاتو ته درې ورځنې سفر پیلوي.
ویل شوي، چې په دې سفر کې به نوموړی له ولسمشر اوباما سره پر کتنې سربیره له امریکا سره د سوداګرۍ اړیکو پر پیاوړي کېدو تمرکز وکړي.
میدویدیف به لومړی په کلیفورنیا کې له سیلکون ویلي څخه چې د عصري ټکنالوژۍ مرکز دی کتنه وکړی.
راپورونه وایي، چې د میدویدیف د سفر په جریان کې به د روسیي د دولتي کمپنۍ له خوا د بوینګ الوتکو د اخیستو یوه موافقه هم لاسلیک شي.
ټاکل شوی ده، چې نوموړی به د پنجشنې په ورځ په واشنګټن کې له اوباما سره وګوري.