د نیویارک په ټایمز څلورلاره کې د چاودنې د پلان په جوړولو تورن پاکستاني الاصله فیصل شهزاد اعتراف کړی دی، چې په تروریستي فعالیتونو کې یي لاس درلود.
فیصل شهزاد تېرکال د امریکا تابعیت ترلاسه کړې وو،دې په وسلو ګرځولو او همدا راز په لسو مواردو کې له تروریستي فعالیتونو سره په ارتباط تورن شوې وو او پرون یې د نیویارک په یوه محکمه کې اقرار وکړ.
شهزاد دیرش کلن دې او پرځان یي لس واړه تورونه منلي دي چی کېدای شي په عمر قید محکوم شي.
پر پاکستاني الاصله فیصل شهزاد تور لګیدلې وو، چې خام چاودیدونکي مواد یي په خپل موټر کې ځاې پر ځاى کړي وو اود منهاټن په لوي چوک ( ټایمز سکویر) کې یې د چاودنې لپاره درولې وو .
هغه دوې ورځې وروسته تر دې پېښې نیول شوې وو، شهزاد پرون په محکمه کې د خپل جرم ترمنلو وروسته د افراطي مسلمانانو له خوا پرامریکا د نورو حملو خبردارې ورکړ.