د قرغزستان په اوش ښار کې عملیاتو مرګ ژوبله اړولې

د قرغزستان د جنوبي ښار اوش سیمه ییز چارواکي وایی چې نن ددی ښا په ازبک میشته سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه مړه او اولس نورژوبل شول.

د پولیسو یوه ویاند وویل چی یو تن پرعسکرود برید په مهال ووژل شو او دوهم ټپي شوی وو چی وروسته روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه.

اوش په وروستیو کې د قرغزی او ازبک قومونو د خونړیو شخړو صحنه وه چې لږترلږه ۲۰۸ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا څلورسوه زره نور یې دې ته اړکړل چې ازبکستان ته وتښتي یا په هیواد کې دننه نوروسیمو ته کډه وکړي.

دازادی راډیو خبریال بوریس پانیر چی د ناریمان سیمی ته تللی وایي ده دیوه سړي مړی ولید او شاهدانو ورته ویلی چې د عملیاتو په جریان کې عسکرو په وهلو ډبولو وژلی دی.

(( موږ د ځوانانویوې ډلې منځ ته ورغلو، یوشمیر یې د پاخه عمر و، ښکاریده چې دوی په سرکې د ټوپک په قنداغ یا ورته نورووسایلو وهل شوي دی. دوی یوه اتاق ته بوتلوچې یوجسد یی په غولی پروت و، دوی یې له سره څادر لرې کړ چې مخ یی ووینو. له څیرې څخه ښکارید چې ځوان نه دی بلکې د پنځوس کلونو شاوخوا عمر به یې لاره. دوی وویل چې عسکرو هغه په سروهلی او وژلی دی))

سیمه ییزو چارواکو وویل عسکردې سیمی ته په دې خاطر ننوتي وو چې د خلکود هویت اسناد وګوري او د وسلو زیرمې وپلټی.
د قرغزستان امنیتی ځواکونو په تیرو دووورځو کې له لارو ګودرودهغو موانعو لرې کول پیل کړل چې د اوش ښارپه ازبک میشتو سیمو کې پراته ووخو راپورونه وایي چې په یوشمیر سیمو کې تراوسه سوځیدلو موټرو، ټایرونو اواوسپنو لارې بندې کړې دي.