ترکیه د کردي یاغیانو پر بریدونو غور کوي

د ترکیی ولسمشر عبداله ګل نن د هغې غونډی مشري کوي چې په کې د ترکیي پوځي او سیاسي مشران د کوردي یاغیانو د مرګونو حملو د زیاتوالي پرموضوع خبري کوي.

د کوردستان د کارګرانو ګوند پې کی کی یاغیانو په وروستی حمله کې چی دوه ورځی وړاندی یې د ترکیی پولی ته نژدی وکړه ، دولس ترکیي عسکر ووژل شول.
د ترکیی د پوځ لوی درستیز جنرال ایلکیر باسبګ نن وویل چی حکومت کلکه اراده کړې چې د یاغیانو په وړاندې به د اوږدې مودې لپاره هلې ځلې پرمخ یوسي.
هغه وویل په غوره شوې ستراتیژۍ کې امنیتي اقدامات او اقتصادي او ټولنیز کلتوري نوښتونه شامل دي چې د هیواد پراخه کوردي ټولنه په نښه کوي.
کوردی یاغیان له ۱۹۸۴ کال راهیسی د ترکیی په جنوب کی چی اکثریت اوسیدونکی یی کوردان دی، د خود مختاری لپاره وسله واله مبارزه کوی.