د پولیڼد د ولسمشرۍ انتخابات دویم دور ته ځي

په پولنډ کې د جمهوري رياست د ترسره شویو انتخاباتو له نتايجو داسې ښکاري چې ښايي دغه انتخابات بيا ترسره شي، ځکه يوه کانديد هم تر پنځوسو فيصدو زياتې رايې نه دي اخيستي.

دا انتخابات وروسته تر هغه کېږي چې د اپرېل پر لسمه، د پولنډ پخوانى ولسمشر لخ کاچينسکي، د هغه مېرمن، دغه راز د پولنډ د سياسي او پوځي چارواکو په ګډون ٩٥ کسان روسيې ته د سفر پر مهال د الوتکې د سقوط په نتيجه کې ووژل شول.

د انتخاباتو د کميسيون په وينا د راى ورکولو د مرکزونو له څه باندی ۹۴ فيصدو شمېرل شويو رايو څخه داسې ښکاري چې د جمهوری ریاست سرپرست برونيسلاو کوموروفسکي د پرونیو انتخاباتو په سلو کی ۴۱ رایی ګټلی دي.

پخواني صدراعظم ياروسلاو کاچينسکي چې د پخواني ولسمشر ورور دى، په سلو کی ۳۷ رایې خپلی کړي دي.
کاچینسکی او کومورفسکی چی د خپل سیال په نسبت پریوشمیر ټولینزو مسایلو کی لیبرال نظر لري، د جولای په څلورمه د انتخاباتو په دوهم دورکې سره سیالی کوی.

کاچینسکی پرون په وارسا کی د رایې له ورکولو وروسته خبریالانو ته وویل:

”دا نورمال انتخابات نه وو، دا انتخابات د نهيلۍ او لويې غميزې نتيجه ده، داانتخابات ددی لپاره ترسره کیږی چې زموږ د هېواد، د پولنډ د راتلونکي لپاره باید څه وشي“

د دوهم پړاو انتخاباتو ګټونکی به د پنځوکلونو لپاره د پولند جمهورریس په توګه خدمت کوی.
پولند د اروپایی اتحادیی او د ناتوتړون دواړو غړیتوب لری.