روسیې پر بیلاروس ګاز کم کړل

د روسیی دولتی کمپنی ګازپروم وایی بیله روس ته یی د تیلو لیږد کم کړي ځکه تراوسه یی د روسیې د طبعي ګازو پیسې نه دی پرې کړي.
د ګازپروم کمپنۍ مشر الیکسي میلیرنن وویل چې له سهارڅخه یې د ګازو په لیږد کې په سلو کې ۱۵ کموالی راوستی دی.

ګازپروم وایي چی بیله روس یې ۱۹۲ ملیون ډالره پوروړی دی او خبرداری یې ورکړی چې که دا هیواد خپل پور پرې نه کړي نو به بیله روس ته د ګازو لیږد په سلو کې ۸۵ کم کړي.

د روسیی ولسمشردیمیتري میدویدیف نن د ورځې په سر کې د ګازپروم کمپنۍ مشر ته ویلي وو چې که بیله روس د پور پیسې نه پري کوي د ګازو لیږد دې پرې کم کړی.

میدویدیف دغه رازد ګازپروم مشر ته ویلي چې د بیله روس له هیت سره دې چې نن له مسکوڅخه کتنه کوی په دی اړه خبرو ته دوام ورکړي ترڅو له وروستي فرصت څخه په استفادې د دغی لانجی لپاره د حل لاره پیدا شي.

ګازپروم ویلی ګمان نه کوي چی بیله روس ته د ګازود لیږد کمی به لویدیځی اروپا ته دروسیې د ګازو لیږدول مختل کړي ځکه له یوې خوا په دې فصل کې د ګازو تقاضا کمه ده او بل د بیله روس له لیارې د روسیې ډير لږ ګاز اروپاته لیږدول کیږي.