په افغانستان کې د بهرنيو د لاس وهنو په اړه د ناټو دريځ

په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند جنرال بلاډز

په افغانستان كې ميشت د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواكونو يو ځلې بيا طالبانو ته د ګاونډيو هېوادونو او په تيره بيا د ايران د پوځي ملاتړ په اړه كره شواهد په لاس كې لري او هڅه كوي د هغې مخنيوې وكړي. ايران او پاكستان د افغانستان هغه دوه ګاونډي هيوادونه دي، چې تل په افغانستان كې د طالبانو په پوځي او مالي ملاتړ تورن شوي.
په داسې حال كې، چې په افغانستان كې راروان اوړی د تاوتريخوالي له پلوه بې څارې اټكليږي د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواكونه هڅه كوي، چې طالبانو ته د ګاونډيو هيوادونو د مالي او پوځي ملاتړ مخنيوی وكړي.

د وروستيو خپرو شويو څيړنو له مخې ايران او پاكستان هغه دوه ګاونډي هيوادونه دي، چې د طالبانو په روزنه او سمبالولو كې لوى لاس لري.

په افغانستان كې د ناټو په مشرۍ د ايساف د ځواكونو وياند جنرال جوزيف بلاډز، چې له ازادي راډيو سره يې په يوه ځانګړې مركه كې خبرې كولې وويل، چې دوى په ځانګړې ډول د ايران له خوا طالبانو ته د روزنې وركولو او مالي ملاتړ په برخه كې مهم شواهد په لاس كې لري.

جنرال بلاډز كه څه هم د كوم ځانګړې اقدام يادونه ونه كړه، خو ويې ويل، چې دوى له افغان امنيتي ځواكونو سره په ګډه هڅه كوي، چې د دغو لاس وهنو مخنيوی وكړي.

"موږ اړ يو، چې هغه څه له نږدې وڅارو، چې په دې سيمه كې پيښيږي.

د ايساف له اړخه زه غواړم تاسو ته دا ډاډ دركړم، چې موږ په افغانستان كې دننه د دا ډول فعاليتونو د كشفولو او د وسلوالو په خلاف د مبارزې لپاره، كه د هر چا له خوا يې ملاتړ كيږي له افغان امنيتي ځواوكونو سره په ګډه كار كوو."

جنرال بلاډز وويل، چې دوى له پاكستان سره په ګډه پوله د شتو ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره له پاكستاني لوري سره يو درې اړخيز ميكانيزم لري، چې د ده په وينا تر ډېره ګټور ثابت شوی دی.

جنرال بلاډز د ايران د لاس وهنو په اړه دا څرګندونې په داسې حال كې بيا تكرار كړي، چې افغان مشرانو بيا تر دې دمه په دې اړه هيڅ ډول تبصره نه ده كړې.

له بل لوري افغان كتونكي بيا د افغانستان روان حالت د ګاونډيو او د سيمې د يو شمير هيوادونو ترمنځ د جنګ د ډګر په توګه تعريفوي.

افغان كتونكې جنرال امرالله امان په دې نظر دی تر هغو، چې په افغانستان كې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د سيمې او ګاونډ هېوادونه راښكيل نه كړاى شي دا لاس وهنې نه شي بنديدلی.

جنرال بلاډز هم تقريبا ورته نظر لري او وايي، چې په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت او د سولې د راوستلو لپاره ټولو هڅو ته بايد په سيمه ايزه كچه وكتلی شي او د ګاونډيو هېوادونو ګټې او فعاليتونه په سمه توګه وڅارلی شي.

د افغان كتونكو په وينا د شتو ستونزو د هواري تر ټولو مناسبه لار دا ده، چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان كې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې يوه روښانه تګلاره خپله كړي او ګاونډيو هيوادونو ته دا ډاډ وركړي، چې په افغانستان كې د دوى حضور دوى نه ګواښوي.