امريکا او روسيه وايي، دوى د قرغزستان د روان تاوتريخوالي په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي په يوه بيان کې ويلي، د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلېنټن او د هغې روسي سيال سرګي لاوروف د قرغزستان د روانو قومي شخړو په اړه خبرې وکړې او خپلې اندېښنې يې شريکې کړې.
د بيان له مخې دواړه وزيران سره سلا شوي چې د راتلونكو ټولپوښتنې يا ريفرنډم مسئله د قرغزستان د مشرتابه په برخه کې مهمه ده، چې د قرغزستان چارواکي يې ومني او له نړېوالو معيارونو سره سم يې ترسره کړي.
په دې کتنه کې له قرغزستان سره د امريکا او روسيې پر بشري مرستو هم ټينګار شوى دى.