د اوباما ادارې پرون يوځل بيا تاييد کړه، چې له افغانستانه به د امريکايي ځواکونو وتل له بل دوبي يا اوړي څخه پيل شي، خو ځينې امريکايي جنرالان فکر کوي، د داسې يوه مهالوېش ټاکل تېروتنه ده.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په دې اړه يو مطلب خپور کړى، دلته يې لنډيز لولئ
د سپينې ماڼۍ يو عالي رتبه مقام راهم ايمانوېل وايي د ٢٠١١م کال جولاى مياشت چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته ټاکل شوې، دغه پلان او مهالوېش اوس هم پرخپل حال پاتې دى.
نوموړي وويل: ”دا نه بدلېږي، هرڅوک له دې ټاکل شوې نېټې سره موافق دى“
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې نظرونه مختلف دي.
تېره اوونۍ د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان ډېوېډ پټرويس وړانديز وکړ، چې له افغانستانه دې د امريکايي ځواکونو د وتلو نېټه وځنډول شي.
امريکا د ځواکونو د وتلو نېټه تېر ډېسمبر اعلان کړه، خو په عين حال کې د امريکا د دفاع وزيررابرټ ګېټس وويل دا کوم ضرب الاجل نه دى.
اسوشېټېډ پرېس اژانس ليکي، د ښاغلي ايمانوېل دا څرګندونې د سپينې ماڼۍ نظر منعکسوي، چې اوباما په دې توګه غواړي له جګړې څخه ستړو امريکايانو او کانګرس ته د نهه کلنې جګړې په برخه کې يوه ژمنه ورکړي، هغه جګړه چې لا هم ختمه نه ده.
خو د جمهوريت غوښتونکو په ګډون د کانګرس ځينې استازي او پوځي چارواکي وايي، د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش په حقيقت کې د وسلوالو طالبانو تر مشرۍ لاندې سخت دريځي تشويقوي او په افغانستان کې د امريکا د قدرت نفوذ کمزورى کوي.
رابرټ ګېټس پرون وويل، ځينې عسکر به ديارلس مياشتې وروسته وتل پيل کړي، خو نوموړى په دې برخه کې د خبرو پر مهال زيات محتاط ښکارېده.
که په افغانستان کې له يوې خوا نا امني پراخه شوې له بلې خوا دغه هېواد ته د دېرشو زرو تازه دمه امريکايي پوځيانو د لېږلو ژمنه شوې، چې وسلوال طالبان وځپي او د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې برخه واخلي، چې د اژانس په حواله په دې توګه به ملکيان د افغان حکومت مرستې ته تشويق شي.
ګېټس په خپلو خبرو کې وويل: موږ زيات تلفات وليدل، چې موږ يې اټکل هم کړى و او تېر ژمى مو په دې اړه خبردارى ورکړى و.
روانه مياشت په افغانستان کې ٣٤ امريکايي پوځيان وژل شوي، چې جون مياشت د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وه.
اژانس زياتوي، ګومان کېږي په دوبي او مني کې به، چې په هلمند او کندهار کې جګړه پراخېږي، دغه تلفات نور هم زيات شي.