په كابل كې د وينې د وركړې نړېواله ورځ ولمانځل شوه

په كابل كې په سلګونو ښاريانو اړو كسانو ته خپله وينه په وړيا توګه وركړه

د يكشنبې په ورځ په كابل كې د وينې د وركړې نړېواله ورځ ولمانځل شوه، په دې ورځ د كابل په سلګونو كسان په ځانګړي توګه ځوانان د وينې بانك ته ولاړل او ناروغانو ته يي په وړيا توګه خپله وينه وركړه.
د وينې د وركړې د نړېوالې ورځې په مناسبت د كابل د ښار په سلوګونو كسانو اړو ناروغانو ته په وړيا توګه خپله وينه وركړه.

د وينې د وركړې نړېواله ورځ د يكشنبې په ورځ په كابل كې د وينې د بانك او د ځينو دولتي چارواكو په حضور كې په داسې حال كې ولمانځل شوه، چې په افغانستان كې هره ورځ يو شمېر ناروغان د كافي وينې د نه موندلو له امله خپل ژوند له لاسه وركوي.

د وينې د وركړې نړېواله ورځ هر كال د جون د مياشتې په ۲۰ نېټه په ټوله نړۍ كې لمانځل كيږي اود افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې د دې ورځې د لمانځلو څخه هدف دادى چې خلك ناروغانو ته په وړيا توګه د خپلې د وينې په وركړه كې وهڅول شي.

په دې اړه د عامې روغتيا د وزارت مرستياله نادره حيات برهاني داسې وويل:

"د وينې د وركړې د اهميت لپاره د روغتيا نړېوال سازمان او ټوله نړۍ په دې فكر كې شوه چې د كال يوه ورځ بايد د وينې د وركړې د ورځې په نامه ونومول شي.

د وينې وركړه يوه ډيره مهمه ارزښناكه او حياتي موضوع ده او موږ هم په ټول هېواد كې كمپاينونه پيل كړي، چې خلكوهم راسره د وينې د وركړې په برخه كې تراوسه پورې زياته مرسته كړې ده او كوي يي."

د افغانستان د وينې د بانك چارواكي وايي، چې ناروغانو ته د اړتيا وړ وينه تر اوسه پورې د داسې كمپاينونو او د ناروغانو له خپلوانو څخه راټوليږي، چې اتيا په سلو كې يي د ناروغانو له خپلوانو څخه وي او دا په دې معنې چې په وړيا توګه د وينې بانك ته په كافي اندازه وينه نه راټوليږي.

د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت چارواكي وايي، چې دوي په وړيا توګه د وينې د وركړې كمپاين په ټول هېواد كې پيل كړي څود ويني د اهدا كولو فرهنګ په خلكو كې رواج ومومي.

ځكه په دې هېواد كې روغتيايي كلنيكونه او ان روغتونونه د وينې د كمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

مجاهد جواد .