د پاکستاني پولیسو د ګزمې په موټر د ماین چاودنه شوې

د يوه راپور له مخې د پاکستان د ګزمې پر پوليسو د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې يو تن مړ او لږترلږه اته نور ټپيان شوې دي.

د اسوشيېټډ پرېس آژانس د راپور پر اساس دا حمله نن د افغانستان پولې ته نږدې په ډېره اسماعيل خان کې شوې ده.

اسوشيېټډ پرېس اژانس د پوليسو د يوه مقام اسلم خټک د وېنا پر اساس ليکي، په دې پېښه کې يو پوليس چې د سخت دريځو په نيولو کې يې لاس درلود هم ټپي شوي دي.

د همدې راپور له مخې يو لاروی چې د پېښې له ځايه تيرېده مړ او د شپږو پوليسو په شمول اته کسان ټپيان شوې دي.