کردانو د عراق پولې ته نږدې ۸ ترکي سرتیري وژلي

کردي جلا غوښتونکو پرون د عراق پولې ته نږدې اته ترکي سرتيري په يوه حمله کې ووژل.

د ترکيې پوځ وايي، په دې نښته کې د کردستان د منعه شوي کارګر ګوند (پي، کا،کا) دولس ياغيان هم وژل شوي دي.

د ترکيې جنګي جټ الوتکو تر پېښې وروسته د عراق په شمال کې د کردستان د کارګر ګوند څو مورچې، چې د جلا غوښتونکو اډې په کې دي بمبارډ کړې دي.