تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴ تنه پولیس او وسله وال وژل شوي دي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په تيرو څلورويشتو ساعتونوكې د دې هيواد په بيلابيلو برخوكې نږدې دېرش تنه وسله وال مخالفين او لس تنه پوليس وژل شوي دي.

د كورنيوچارو وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويلي، چې اته تنه وسله وال مخالفين د پكتيكا ولايت په زيړوك ولسوالۍ او د يوويشت تنه نور دايكندي ولسوالۍ په كجران ولسوالۍ كې له امنيتي ځواكونو سره په وسله والو نښتو كې وژل شوي دي.

په اعلاميه كې راغليؤ، چې په پكتيكا ولايت كې نهه تنه وسله وال طالبان له يوه اندازه وسلې او مهماتو سره نيول شوي هم دي او دغه راز په بيلابيلو نښتو كې لس تنه پوليس هم وژل شوي او اوه تنه نورټپيان دي.

لاتراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه كومه تبصره نه ده كړې.