ترلسو د زیاتو کاندیدانو نومونه له وروستي لیسته ایستل شوي

د انتخاباتي شكايتونو كميسيون د خپلو وروستيو څيړنو پر اساس ولسې جرګې ته له لسو څخه د زياتو احتمالې كانديدانو نومونه له وروستې ليست څخه ايستلې دي .
ددي كميسيون چارواكو د شنبې په ورځ په كابل كي خبريالانو ته ووېل چي ددغه كانديدانو نومونه يي ځكه د ولسې جرګې د كانديدانو له وروستې ليست څخه ايستلي دي چي له ناقانونه وسله والو ډلو سره يي لاس درلود.

د ولسي جرګې د كانديدانو د وروستې ليست د اعلانولو په درشل كې د انتخاباتې شكايتونو كميسيون چارواكې واېي، چې د دې كانديدانو له ډلې څخه به د بېلابېلودلايلو له مخې له لسو څخه د ډيرو كسانو نومونه په وروستي ليست كې رانه شي.

د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون غړي احمد ضيا رفعت د شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې ياد شوي كميسيون ته د كانديدانو په اړه له څلور سوه ډيرشكايتونه راغلي وو.

ښاغلي رفعت كه څه هم د دې كسانو د هويت په اړه څه ونه ويل، خو ويي ويل، چې دې كميسيون ته د را رسېدلو شكايتونو له څيړنې وروسته ېي له لسو نه د ډيروكسانو نومونه د ولسي جرګې د كانديدان له وروستي ليست څخه ايستلي دي:

(د انتخاباتي شكايتونوكميسيون د ټولورارسېدلوشكايتونو له څيړنې وروسته د دوه زره شپږ سوه دوه څلويښت كانديدانو له ډلې ېي پنځه كسه چې له نا قانونه وسله والو ډلوسره لاس درلود.

اوه تنو ېې پر وخت له خپلو دولتې څوكيو اسعتفا نه وه وركړې يو كس چې د بل كس پر ځاى راغلى وو دغه كسان ولسي جرګې ته د كانديدو له حق څخه محروم شول.)

د ولسي جرګې انتخاباتو ته له دوه زره پنځه سوه ډيروكسانو د كانديدانو په توګه ځانونه ثبت كړې دي، چې ټاكل شوې په نږدې راتلونكي كې به د كانديدانو د نومونو وروستى ليست اعلان شي.

د انتخاباتي شكايتونو كميسيون چارواكو همدا راز وويل، چې د ولسې جرګې لپاره اتو نورو كانديدانو ته يي چې له له وسله والو نا قانونه ډلو سره د لاس لرلو تور پرې پورې دى، له ځان څڅه د دفاع لپاره پنځه ورځې وخت وركړل شوى.

په دې غونډه كې د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون مشر قضاوت وال سيد مراد شريفي ډاډ څرګند كړ، چې د ولسي جرګې په راتلونكو انتخابانو كې به د درغليو مخنيوى وشي.

ټاكل شوې چې د ولسي جرګې انتخاب د وږي د مياشتې په اوه ويشتمه نېټه وشي.

دغو انتخاباتو ته د كانديدانو تر منځ انتخاباتي سيالۍ د اسد مياشتې له دوهمې نېټې پيل او د سنبلې مياشتې تر پنځه ويشتمې به دوام وكړي.

خو له دغو ټولو تيارېو سره سره د ولسي جرګې اوسنيوغړېوپه يو شمېرسيموكې د نا امنيو په اړه اندېښنه ښودلې او د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره يي له حكومت نه د جدي اقداماتو د ترسره كېدو غوښتنه كړې.

راپور : ذكيه غياثي