ايساف:د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې كچه ټيټه شوې

په كابل كې ايساف ځواكونه وايي، چې په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د ملكي تلفاتو كچه ټيټه شوې ده.

د ايساف ځواكونو وياند جنرال جوزيف بلاتز نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د ملكي وګړو د تلفاتو كچه د تېر كال په پرتله ۴۰ % كمه شوې ده.

جنرال بلاتزهمداراز وويل، چې په افغانستان كې ډېرې سختې ورځې په مخ كې دي.

ايساف ځواكونه په داسې حال كې په افغانستان كې د ملكي وګړو د تلفاتو د كچې د ټيټوالي خبر وركوي ، چې د نړېوالو ځواكونو په پوځي عملياتو كې د ملكي وګړو تلفاتو په اړه لا هم يو شمېر افغانان اندېښنه لري.