اذربايجان د ۲۰۱۰ كال نوى بوديجه تصويب كړه

د اذربایجان پارلمان پرون د ۲۰۱۰ کال نوې بوديجه چې پوځي لګښتونه په کې درې برابره زیات شوي، تصویب کړه.

اذربایجان خپل پوځي قوت زیاتوي او له وسله والو سره چې ګاونډی هېواد ارمنستان یي ملاتړ کوي، په لانجه کې دی.

په نوي بوديجې کې به د روان کال د ۴۹۸ میلونو ډالرو بوديجه دوه میلیاردو ډالرو ته پورته شي.

د اذربایجان د مالیې وزیر سمیرشریفوف د پارلمان وکیلانو ته وویل، د بوديجې زیاتیدل ممکن دى او دا ځکه چې د روان كال په څلورو لومړېو میاشتو کې د دې هېواد دولتي عایدات ممکن د توقع په خلاف ډېر زیات وي.

د تیلو او غاز شتمن هېواد اذربایجان په تېرو دوو کلونو کې په داسې حال کې خپله دفاعي بوديجه دوه برابره کړي چې د تیلو او غازو بیي را لویدیلي دي.

اذربایجان په وارو وار خبرداری ورکړی، چې په جلا شوې نګورنو قره باغ سېمې باندې د واک ټینګولو لپاره، د قوې استعمال ته چمتو دی.