دروسیی جمهور رییس وایی روسیه او امریکا باید ګډ ې هڅې وکړې چې ایران بیرته اټومی مذاکراتو ته ستون شي .
دیمیتری میدویدف دوال سټریټ جورنال ورځپاڼې سره په مرکې کې دهغو اضافی بندیزونو شکایت کړی دی چې له نویو نړیوالو بندیزونوسمدلاسه وورسته امریکا او اوروپایی ټولنې په ایران لګولي دي .
روسیې دامنیت شورا لخوا په ایران باندې دوروستیو نړیوالو بندیزونو ملاتړ وکړ.
میدویدیف وایی امریکا دروسیې او چین په څیر اړیکې له ایران سره نه لري او هرڅومره بندیزونه چې په ایران ولګوي خپله امریکا ته کوم تاوان نه رسیږي .
له بلې خوا :
دروسیی جمهور رییس نن دساینت پيترس برګ ښارکې یوې اقتصادی غونډی ته وینا کوي .
میدویدیف دوال سټریټ جورنال ورځپاڼی سره مرکه کې ویلی دی چې امکان لری یورو داوروپایی اتحادیی دپورونو دبحران له امله سقوط وکړي .
ده داهم ویلی دی چې دروسیی اقتصادی بریا په دې پورې زیات اړه لري چې په اورپا کې چارې څنګه پرمخ ځی .
دروسیی جمهور رییس په داسی حال کې چې داوروپایی اتحادیی له کمزورو اقتصادونو سره خپله مالی مرسته لیری ونه ګڼله ټینګاروکړچې خپله اروپایی اتحادیه باید په اړه زیاته ونډه په غاړه واخلي .