د قرغیزستان وضیعت او د لویدیځ اندېښنې

د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال لوړ پوړی مقام رابرټ بالک نن قرغزستان ته ځې، چې د دې هېواد په جنوب کې د قومي شخړو له وجې له زرهاوو بېکوره شویو کورنېو سره د اړتیا وړ مرستې ارزیابي کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمشنري وایي، شاوخوا څلور سوه زره ازبک ټبري له ازبکستان سره د قرغزستان د ګډې پولې په دواړو خواوو کې میشت شوې دي.
دغه کسان د قرغزیانو او ازبکانو ترمنځ د رامنځته شوې قومي شخړې له امله کډه شوي چې د روانې جون میاشتې له لسمې راهیسې لږترلږه یوسلو یو نوي تنه په کې ووژل شول.

د اروپا د همکارۍ او امنیت ټولنې په کمشنرۍ کې د اقلیتونو مشر کنوټ فولي بیک وویل، په قرغزستان او ازبکستان کې د پولو دواړو غاړو ته د کډوالو سره د نړېوالو مرستو ته سخته اړتیا لیدل کیږي.

د بشري حقوقو څارونکې ډله وایي، سربیره پر دې چې د قرغزستان حکومت و ادعا کوي چې په ناآرامه سیمه اوش ښار کې وضعه اوس ښه ده، خو د بشري حقوقو د څار ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سیمې اوسیدونکي وحشیانه حملې، وهل ټکول او جنسي تیري کوي.

د بخښنې نړېوالې ټولنې یا منیستي انټر نشنل په دې برخه کې د تحقیقاتو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې د قرغزستان موقت حکومت باید د امنیتي قواوو د تورونو او سازشونو په وړاندې ډېر زر عکس العمل څرګند کړي، او په ښکاره اعلان وکړي چې له بشري حقوقو څخه د هرډول سرغړاوی په برخه کې به تحقیقات وشي.