په افغانستان كې د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو د څارنې لپاره جرمني او ډنمارك له فيفا يا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو له بنياد سره مرسته وكړه.
په كابل كې د جرمني او ډنمارك سفيرانو د سې شنبې په ماښام د دې مرستو د تړون د لاسليك په مهال وويل، چې دوى غواړي د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات په ښه اوشفافه ډول ترسره شي.
په داسي حال كې چې دافغانستان دولسې جرګې راتلونكوانتخاباتوته تيارى نيول كيږي جرمني اوډنمارك ددې انتخاباتو د ښې څارنې لپاره له فيفا يا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو له بنياد سره دوه اعشاريه اوه مليونه ډالره مرسته وكړه.
د فيفا يا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنياد افتخاري رييس نادر نادري د سې شنبې ورځې په ماښام په كابل كې د جرمني او ډنمارك له سفيرانو سره د دې مرستې د تړون د لاسليكولو په مهال وويل، چې دوى د ولسې جرګې د انتخاباتو د څارنې لپاره سرله اوسه كارونه پيل كړي او هڅه كوي، چې دا انتخابات د خلكو له غوښتنو سره سم په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.
د ښاغلي نادري په خبره د ولسې جرګې د راتلونكو انتخاباتو د بهير د څارنې لپاره دا نه ده معلومه، چې څومره نړيوال څارونكې به افغانستان ته راشي خو دوى به په دې برخه كې خپلې ټولې هڅې او امكانات په كار واچوي.
نادر نادري وويل، د ولسې جرګې د انتخاباتو د څارنې لپاره دوى څلور سوه دايمي اوشپږ زره شپږ سوه موقت څارونكې لري، چې د افغانستان په څلوردېرش ولايتونو كې به د نورو ملي او نړيوالو څارونكو ترڅنګ د انتخاباتو بهير وڅاري.
د فيفا افتخاري رييس څرګنده كړه چې د جرمني له دغو دوه اعشاريه درېیو مليونو او د ډنمارك له پنځه لكه ډالرو مرستو سره به دوى وكولاى شي د افغانستان د ولسي جرګې له راتلونكو انتخاباتو څخه هراړخيزه څارنه وكړي او په دې توګه د هر ډول درغلۍ او تقلب مخه ونيول شي.
دغه رازپه كابل كې د جرمني سفير ويرنرلاك وويل، چې نړيواله ټولنه په دې هڅه كې ده، چې د ولسمشرۍ د تېركال د انتخاباتو په څير په افغانستان كې د ولسې جرګې په راتلونكو انتخاباتو كې درغلۍ ونه شي او خلك پرېښودل شي په ازاده او ډموكراتيكه فضا كې خپل استازي په خپله خوښه انتخاب كړي.
"د افغانستان د ولسې جرګې د انتخاباتوله پروسې څخه د څارنې په هدف دا د دوو اروپايي هېوادونو ترمنځ د همكارۍ يوه ښه بېلګه ده.
وياړم، چې دوه اروپايي هېوادونه په افغانستان كې د عادلانه او ازادو انتخاباتو په برخه كې خپلې ژمنې نوي كوي.
افغانان هم د نړۍ د نورو هېوادونو د خلكو په څير د خپلو استازو د انتخابولو حق لري."
په عين حال كې په افغانستان كې د ډنمارك سفير كرسټن ډمسګارډ څرګنده كړه، چې د افغانستان انتخابات يوه افغاني پروسه ده خو دوى به يې شفافيت له هره پلوه وڅاري.
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې د افغانستان د ولسې جرګې انتخابات به د روان كال د وږي یا سنبلې د مياشتې په اوه ويشتمه نيټه ترسره شي خو د جمهوري رياست د تېركال په انتخاباتو كې پراخو درغليو او روانو نا امنيو ته په كتو سره داسې انديښنې شته چې ښايي دا انتخابات هم له ډول ډول ستونزو او چيلينجو نوسره مخامخ شي.
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون او د هېواد امنيتي ارګانونو ډاډ څرګند كړى، چې دوى به هڅه وكړي د ولسې جرګې راتلونكي انتخابات په شفاف ډول او په ډاډه امنيتي فضا كې د خلكو په پراخ ګډون ترسره شي.