شمالي کوریا خبردارۍ ورکړی، چې که ملګرو ملتونو دغه هېواد د جنوبي کوریا د پوځي کشتۍ د ډوبېدو د پیښې له امله وغنده او یا يې له پیونګ یونګ څخه په دې اړه پوښتنه وکړه، نو شمالي کوریا به يې په پوځي اقدام سره ځواب کړي.
جنوبي کوریا وايي، په تیره مارچ میاشت کې د شمالي کوریا د اوبتل په راکټي حمله کې د دغه هېواد یوه پوځي کشتۍ ډوبه شوه چې په کې سپاره ۴۶ سمندري سرتیري ووژل شول.
په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا سفیر سین سن هو وویل، هېواد يې غواړي چې د کشتۍ د ډوبېدو ځای ته خپل پلټونکي واستوي څو د پیښې په اړه واقعي تحقیقات وکړي.