زلمي رسول د ملګو ملتونو د امنیت شورا له یو پلاوي سره وکتل

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير تيره ورځ په كابل كې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا له پلاوي سره وكتل.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت څخه په دې اړه په يوې خپرې شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دغه كتنه كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ادارې په دومدارې همكارۍ ټينګار وشو.

تر دې د مخه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمي رسول يوې خبري غونډې ته ويلي وو، چې نوموړى پلاوى د افغانستان د روان وضيعت د څيړنې او د هغه تور لست د بيا كتنې لپاره كوم چې د افغان دولت يو شمير مخالفان هم په كې شامل دي افغانستان ته سفر كړى دى.

د ښاغلي رسول په وينا افغان حكومت به له تور لست څخه د ځينو كسانو د نومونو د ټوګلو په اړه دغه پلاوي ته ځانګړى وړانديز وكړي.