ترکیه او پاکستان ۴۰۰ تنه افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي

تركيه او پاكستان افغان ځوانانو ته سلګونه تحصيلي بورسونه وركوي، چې په وړيا توګه په دغو هېوادونو كې لوړې زده كړې وكړي.

د پوهنې وزارت وياند محمد اصف ننګ ازادي راډيو ته وويل، چې درې سوه بورسونه پاكستان او سل نور تركيې دې وزارت ته وركړي او د ازموينې له لارې به په مركز او ولايتونو كې د دولسمو ټولګيو پر فارغانو ووېشل شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د تحصيلي بورسونو په ويشلو كې ډير انتقادونه موجود دي او ويل كيږي چې تر ډيره هغه زده كوونكي او محصلين كولاى شي، چې بهرنيو هيوادونو ته د لوړې زده كړې لپاره لاړ شي چې پيسې او واسطه لري.