د بښنې نړېوال سازما ن د قرغزستان په اړه اندېښمن دی

د بښنې نړیوال سازمان نن پر قرغزستان غږ وکړ چې په دغه هیواد کې ازبک اقلیت له تاوتریخوالي وساتي .

دغه سازمان همدا شان د قرغزستان له ګاونډیانو غوښتي چې له قرغزستان څخه د وتونکو خلکو لپاره خپلې پولې پرانستې وساتي.

د بشري حقونو ډلو ویلي د قرغزستان د نظم اوقانون پلې کونکې ادارې د خپلو خلکو او په ځانګړي ډول د ازبک اقلیت لپاره د امنیت په رامنځ ته کولو کې پاتې راغلي دي.

د بښنې نړیوالې ادارې له ازبکستان غوښتنه کړې چې په قرغزستان کې د تاوتریخوالي له امله دغه هیواد ته د اوښتونکو ازبک کورنیو لپآره خپل سرحدونه پرانزي .

د قر غزستان د موقتې ادارې مشرې روزا اوتنباویا دا منلې چې په دغه هیواد کې راپاریدلی تاوتریخوالي له کنتروله وتلی دی.

راپورونه وايي چې له تیرو دریو ورځو راهیسې د قرغزستان په جنوب کې د ازبک او قرغز قومونو تر منځ جګړو کې لږ تر لږه ۸۲ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰۰نور ژوبل شوي دي.