د تركيي او پاكستان له خوا افغان ځوانانو ته تحصيلي بورسونه

د تركيې او پاكستان هېوادونو سلګونه تحصيلي بورسونه افغان ځوانانوته وركړي ترڅو په وړيا توګه په دغو هېوادونو كې لوړې زده كړې وكړي.

د پوهنې وزارت وياند محمد اصف ننګ ازادۍ راډيو ته وويل، چې درې سوه بورسونه پاكستان او سل نور تركيې دې وزارت ته وركړي او د ازموينې له لارې به په مركز او ولايتونو كې د دولسمو ټولګيو په فارغانو وويشل شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د تحصيلي بورسونو په ويشلو كې ډيرانتقادونه موجود دي او ويل كيږي، چې تر ډيره هغه زده كوونكي او محصلين كولاى شي، چې بهرنيو هېوادونو ته د لوړو زده كړو لپاره ولاړ شي چې پيسې او واسطه لري.