پرون په كندز كې د ايساف ځواكونو ګزمه په يو ماين برابره شوه

پرون له غرمې وروسته د کندز ښار په شمال لویدیځ د زاخېلو په سیمه کې د ایساف ځواکونو د ګزمې یو پوځي ټانک په ماین ور برابر شو، چې مرګ ژوبله هم لري.

په کندز کې د جرمني د پې، ار، ټي د اطلاعاتي دفتر مسوول ښاغلي وېبر پرون له ازادۍ راډیو سره په یوه ټيليفوني تماس کې پېښه تایید کړه او ویې ویل، په دې پېښه کې د ایساف ځواکونو یو ټانکر ویجاړ یو سرتېری مړ او درې نور ټپیان شوې دي.

د پېښې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.