د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان دا ادعاوې چې ګواکې ترکیه له لویدیځ څخه لرې کیږي پروپاګند بللی دی.
لویدیځو دیپلوماټانو ویلي پر کشتیو د اسرایلي ځواکونو د حملې له امله له تلبیب سره د ترکيې جنجال اوددغه هیواد لخوا پر ایران د ملګرو ملتونو د نویو بندیزونو مخالفت ،دا ښيې چې د ناټو دا یواځینۍ اسلامي غړی هیواد له لویدیځ څخه فاصله نیسي.
اردوغان نن په استنبول کې د ترکيې او عربي ټولنې مشترکې غونډې ته وویل دا ډول پروپاګند له غیر دوستانه نیت څخه سرچینه نیسي.
له دې نه مخکې د امریکا ددفاع وزیر رابرټ ګیټس پرون وویل چې په کم وخت په اروپآيي ټولنه کې د ترکيې نه داخلیدو ددغه هیواد پر بهرنۍ پالیسی تاثیر کړی او له اسرایلو سره يې ددغه هیواد اړیکې زیانمنې کړي دي.
د اټالیا د بهرنیو چارو وزیر د ګیټس خبره تائید کړې او له اروپآيي ټولنې يې غوښتي چې ترکيې ته د غړیتوب ورکولو په اړه خبرې اترې ګړندی کړي.