د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس له طالبانو سره د روغې د خبرو د څرنګوالي مخالف دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وایي، جمهور رییس کرزي له طالبانو سره د سولې یوې خطرناکې لاری ته مخه کړې.
امرالله صالح پرون د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته وویل، چې طالبانو د جمهور رییس کرزي د سولې د وړاندیزونو ځواب په بریدونو ورکړی دی.
امرالله صالح د جمهور رییس کرزی د هغه پلان په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې، چې له مخې یې کیدای شي طالب بندیان د ملي امنیت له څیړنو پرته خوشې کړای شي.
د ملي امنیت اداري مشر امرالله صالح او د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر تېره یکشنبې استعفاوې وکړې.
جمهور رییس کرزي دوی په کابل کې د سولې د وروستي مشورتي جرګې په امنیتي نیمګړتیاوو کې ګرم وګڼل.