د لومړي ځل لپاره د بګرام د زندان څلور تنه بنديان د افغان قاضيانو له خوا محاكمه شول.
تېره ورځ د پروان ولايت ابتدايي محكمې په يوې پرانستې غونډه كې مصري ګل او رحمن ګل ته د لسو لسو كلونو بند سزا واوروله او غزني ګل او بسم الله ګل يې بې ګناه ثابت كړل.
دغه كسان د خوست ولايت اوسيدونكي دي، چې د روان ميلادي كال په لومړېو كې له وسلوالو طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي و.
افغان چارواكي وايي، د بګرام زندان چې اوس د پروان په زندان نومول شوى د نورو بنديانو د دوسيو څيړنه هم روانه ده.
ټاكل شوې، امريكايي چارواكي د بګرام زندان چې له اتو سوو ډير كسان په كې بنديان دي بشپړ مسئوليت په ۲۰۱۱ كال كې افغان دولت ته وسپاري.