رهين:نيم ويجاړغزني اوس هم د نړۍ وياړدى

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيدمخدوم رهين، د بيارغاونې په چارو كې د ولسمشر مشاور انجنيير يوسف پښتون او په كابل كې د پولينډ او پاكستان سفيران

د غزني ولايت د تاريخي ځايونو د بيارغاونې كارونه پيل شول او دا د دې له امله چې د اسلامي هېوادونوغونډې غزني په دوه ديارلسم ميلادي كال كې د اسلامي فرهنګ د مركز په نوم نومولى دى. د افغانستان د اطلاعاتو او فر هنګ وزير په ساختماني چارو كې د ولسمشر مشاور يوسف پښتون ، په كابل كې د پولينډ او پاكستان له سفيرانو سره د سې شنبې په ورځ هغه ولايت ته ورغلل او د سيمې لرغونې اثار يي وليدل.
د افغانستان د غزني ښار د مشهورو او معتبرو تاريخي ابداتو د بيارغاونې كار د سې شنبې په ورځ په هغه ولايت كې پيل شو.

په دغو تاريخي ابداتو كې د سلطان محمود، سبكتګين، شامير فاليزوال او داسې نورو اشخاصو قبرونه شامل دي، چې د بيارغاونې چارې به يې د روان كال تر پاى پورې بشپړې شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيدمخدوم رهين، د بيارغاونې په چارو كې د ولسمشر مشاور انجنيير يوسف پښتون او په كابل كې د پولينډ او پاكستان سفيران د سې شنبې په ورځ د غزني ښار ته ورغلې و، ياد شوي ځايونه يي له نږدې وليدل او د دغو تاريخي ابداتو د بيارغاونې چارې يې پيل كړې.

ښاغلي رهين د چارو د پيل پر مهال وويل:

"نيم ويجاړغزني اوس هم د نړۍ وياړ دى په دوه زره ديارلسم كال كې به د اسلامي فرهنګ مركز وي، نن د دې ښار د لرغونو ميراثونو د بيارغاونې لس پروژې پيلوو."

دوه كاله د مخه د اسلامي هېوادونو د فرهنګ د وزيرانو په غونډه كې پريكړه شوې وه، چې په دوه زره ديارلسم كال كې به غزني د اسلامي فرهنګ د مركز په نوم ونومول شي.

له دې وروسته افغان دولت يوه كميسيون ته دنده وسپارله، چې سيمه سروې كړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د غزني ښار د تاريخي ابداتو بيارغاونې ته يو ميليون ډالره ځانګړې كړي دي.

د غزني ښار د تاريخي ابداتو د بيارغاونې د كار د پېلېدو پر مهال په كابل كې د پولينډ سفير ماچي لانګا، وويل هېواد يې ژمن دى چې د غزني ښار د بيارغاونې له چارو سره به مرستې وكړي:

"يوه ډيره ښكلې سيمه او خواريكښ خلك مې وليدل، چې له ستونزو سره سره بيا په ودانولو كې يي له هيڅ ډول زيار او هڅو څخه سر نه غړوي."

د غزني په ولايت كې د پولينډ د بيارغاونې يو ټيم اوس هم په كار بوخت دى،د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت چارواكي وايي، چې په غزني كې به تر دوه زره ديارلسم ميلادي كال پورې، پنځه ديرش تاريخي ځايونه ترميم او د ښار دننه به يو شمېر سړكونه او د تاريخي اثارو يو نندارتون جوړشي.

په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه كې د غزني د ولايتي شورا يو غړې حميدى ګلستاني، د سيمې د خلكو هيلې داسې په ګوته كړې:

"په خداى او د غزني په خلكو ډاډ لرم، چې كه امينت ښه، اداري فساد ورك او ښځې په بيارغاونه كې برخه واخلي نو غزنى به ډير ژر ودان شي."

د سيمې خلك وايي، د دې ابداتو د بيا رغولو چارې بايد دوه كاله دمخه پيل شوې واى، همدارنګه دوي په سيمه كې امنيت وضيعت هم ډاډمن نه بولي.

خو د سيمي امينتي او اداري چارواكي وايي، چې د ښار بيا رغاونې او امنيت ته يي، جدي تدابير نيولي دي.

راپور: خان محمد(سيند )