نن په هالنډ کې پارلماني انتخابات کېږي

په انتخاباتو کې اتلس ګوندونه سیالیو ته ولاړ دي خو یو هم ممکن په پارلمان کې اکثریت څوکۍ خپلې نکړاي شي.

له نظرونو څخه داسي معلومیږي، ښي اړخي ګوندونه چې د مهاجرت د سختو شرایطو د وضعه کولو ملاتړ کوي، ممکن زیاتې راي وګټي. لیبرال ګوند او دغه راز د اسلام ضد ګوند چې مشر یي ګییرت ویلدرز دی، هم ممکن د نظر وړ رايې وګټي.

د صدراعظم یان بالکېننډي کریسچن ډیموکراټ ګوند د تېرې فیبرورۍ تر میاشتې پورې له کار ګر ګوند سره یو ځای حکومت وکړ خو اییتلافي حکومت په افغانستان کې د هالنډیو عسکرو د ماموریت د غزولو په سر د اختلاف له وجې ړنګ شو.