چارواكي وايي، چې د بادغيس ولايت د قادس په ولسوالۍ كې يې د بوم دره تېره ورځ بيرته له وسلوالو طالبانو څخه نيولي ده.
د بادغيس ولايت د مطبوعاتي دفتر يوه مسول شرف الدين مجيدي ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دغو عملياتو كې ايتلافي ځواكونو د هوا له لياري په سيمه كي سرتېري پلي كړل او بالاخره طالبانو د مقاومت توان له لاسه وركړ .
نوموړي زياته كړه، چې په دې عملياتو كې څلور تنه طالبان هم وژلي دي، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي دي چې په دغي سيمه كې اوس هم جګړه روانه ده او په داسې حال كې چې د خپلو درېو تنو وژل كېدل مني ادعا كوي چې ۸ بهرني او اوه كورني سرتېري يي وژلي دي، خو چارواكي د طالبانو دا ادعا ناسمه بولي .