عراق:ایران د کردستان پر یوه برخه یرغل کړی

د عراق یو لوړتبه چارواکي وایي، چې حکومت یې د عراق پر شمالي برخې کردستان د ایران د یرغل په اړه تهران ته خپل شکایت کړی دی.

د عراق د کوردستان د ادارې چارواکي کاروان عارف وویل، ایراني ځواکونه د پیردانوز له سرحده د عراق شمال ختیځ حاج عمران سیمي ته ننوتی دی.

ګومان کیږي، چې دغه ځواکونه به د تېرې پنجشنبې په ورځ د ایراني کور دی مخالفانو په تعقیب دی سیمي ته ننوتي وې.

دی چارواکي وویل، چې ایرانیانو په سیمه کې کمپونه درولي او یوه بله سرحدي پوله جوړوي.